زړۀ مې لۀ ھغه چا د سرو شونډې شکرې غواړي
پۀ تش دیدن چې څوک د اوښکو ملغلرې غواړي
ھغه کم عقله اوس پۀ شنو بیرو خولۀ نۀ ورکوي
ھـــغه اوښیارہ اوس د دنګو غرو ګورګرې غواړي
یــــــــــاري د دے دور پےمخو ھیڅ مشکله نه دہ
خـــــــــــو پالیسي بۀ د بنګال د جادوګرې غواړي
تۀ بۀ تر څو خــــپلو ریښتیاو نه دروغ جوړه وې
دا خلک ھســــــــــې پۀ خبرو کښې خبرې غواړي
زۀ د جــــــانان د باڼو جنګ ته خالي لاس تلے وم
رقــــــیب بزدل ئې د ستم غشو ته زغرې غواړي
د سوال یارئ" عــــــــــــــمردراز مروته"داسې ګڼه
لکہ خیــــــرات چې پۀ زارئ درنه خیرګرې غواړي
اروښاد عمردراز مروت

Post a Comment