چې چرتـــــــه ذکـــر د یزید او کربـــــلا راځي
نو زمـــا ذهن تـــه پنجاب او پښتونخوا راځي
زمونږ د خاورې وسائل هم په صلاح لوټ کېږي
زمونږ دې خاورې ته بارود هم په صلاح راځي
زه غریبۍ د هـــــــر سړي په مزاج پوهه کړمه
مـــاله اوس خپل ښه سړیتوب پورې خندا راځي
زه په ډمـــــــانو باندې څنګه پیسې وشيندمه
مالــــــــه د چم د یتیمانو نه حیــــــــــا راځي
زما جونګـــــــــــړې ته دې یو ځل پېښه اونکړله
خو یو عابـــــد ملنګ ستا در ته په بیا بیا راځي

Post a Comment