ویښته می سپین شو خو یوہ بله یارانه پکار ده
ژوند تیرولو له څه خامخا بانه پکار ده
مونږه هم نن ویزاره غواړو پرونی وختونه
تیرو به هم ویل چی تیره زمانه پکار ده
دہ زړه مارغه می تش په دام د زلفو نه شی نیوی
پاس په تندی ده شینکی خال ورله دانه پکار ده
اوګی ماړه ټول په غوغا دی ده رحمان خبره
څوک ډوډۍ غواړی ده چا بله کارخانه پکار ده
ده ملک په لوئی زندان کښ ګیر یو تحفظ مو نشته
امن دپاره هم اوس مونږ ته جیلخانه پکار ده
بی لوظه یار هیله په لاس نن ده تسکین راغلی
یوه بوسه ده ښکلی مخ ئی جرمانه پکار ده
#تسکین_مانیروال

Post a Comment