سزا یواځې ما «تسکین» بدنام ته ورسیده
له نن څخه تقریباً څلور کاله وړاندې تسکین مانیروال ومړ ، تسکین د ژوند ډیره برخه تنها او بې خودي کې تیره کړه ، په زړه یې ډیر څه و نور نو ژوند هغه رقم ورته نه ښکاریده ، خوند یې نه ورکاوه ، له خلکو سره راشه درشه ملاقاتونه ،خبرې اترې ورته فضول بریښيدل ، تسکین صاحب په یوه ښوونځې کې استاد و له کله یې چې زړه بایلود ژوند یې هم بایلود، همداسې تنها یې ژوند تر مرګه تیر کړ ،واده یې ونکړ
ارواښاد تسکین حقیقت ګویه انسان و څه چې یې په زړه و هغه یې په خوله هم و (شاهد قماش) یو ځای لیکلي و / ما ورته د کاروان صاحب کتاب ډالۍ کړ په موده پس مو ملاقات وشو ویل مې تسکین لا زه هغه یو یم تاته مې چې د کاروان کتاب درکړی و ،تسکین را رډ شو خا خا هغه کتاب تا راکړی و مړاا ټول مې یو یا دوه شعرونه ولوستل نور پاتې شو ، ښه کتاب نه و ، د تسکین په ذهن چې کوم څه ښه و هغه ښه او څه چې ده ته بد بریښیدل هغه بد و ، ښه به یې ورته نه ویل ،د خپل ذهن خپل زړه خپلې خبرې سړی و
په ما خو تېره شوه تسکینه خیر د نورو غواړم
د چا د زړۀ دنیا دې ما غوندې تاریکه نۀ شي
**
ناپوهي څه بادشاهي ده
پوهه څومره لوې غزب دے
**
مانیرئ د ادب او سیاست پۀ توګه هم د پښتو ژبې په میدان کې يو نوم لري ، ارواښاد تسکین هم د همدې مانیرئ و، مانیرئ د باچا خان بابا د سالارانو او د نظریاتي ملګرو کلی دی
کله یې چې مور و پلار د ابد سفر په لور وکوچېدل ،د کور ډیوې یې تتې شوې، ده ورته دا شعر لیکلی وو
کینم تاریکو کې ګوټ پیرو کې پسې وژاړم
وخت رانه وتروړلې هغه مهربانه ډیوې
**
ااااه تسکین ستړی وو ډیرر ستړی له هر څه ،ځکه خو وایي
د عمرونو داسې ستړې
د مودو داسې ستومانه
چې د چا په زلفو کېوځم
چې د چا په څنګل پرېوځم
هلته ساه واخلم دمه شم
سترګې پټې کړم اوده شم
د مینې لوبه کې سزا یواځې تسکین ته رسیدلې وه ، محبوب یې سپینه لمن پاتې شوی وو ، دی له هغې هم ګیله لري وایي چې
ملامت دواړه وو د مینې په گناه کې آشنا
سزا یواځې ما «تسکین» بدنام ته ورسیده
**
اکثر پروت چرته په ګوټ کې اوس د کوره بهر نهٔ ځم
زه خو مخکې داسې نهٔ وم د یارانو یار سړی وم
قطعه
چاپیر چه څه وینم ما فکر واخلي.
چه اسرافیل ولی شپیلۍ نه غږوي
ما نه رنګینه شاعري مه غواړۍ.
د مړي کور کې څوک تورۍ نه غږوي
غزل
څه ستړے ستړے بدحال پریوتمه
د خپل وجود د دیوال پریوتمه
اوس به په ما باندی سوچونه کوي
د هغهٔ ذهن ته سوال پریوتمه
څومره چه تلے په کمال ؤم بره
هومره واپس په زوال پریوتمه
ویمه که خوب راشي تا اووینمه؟
کټ کښی اشنا په دی خیال پریوتمه
ساقي زما نه سترګی مه اړه وه
ما کړه اوچت چه څه مال پریوتمه
تسکینه اوشلیدل لړونه په ما
ښکته د مینی د ټال پریوتمه
**
لکه تصویر درته ولاړ دې تسکین
ساه ئې وتلې له صورته یاره
تسکین همغه غمونه هر څه وګڼل د ځان لپاره واده یې ونکړ د یو نظم په اخرې بیتونو کی وایي
واده مې ندې کړې
لاړ به شم زه نیمګړې
په زړه چاودلې ستړې
شعر اولاد لرم
ځان به پرې یاد لرم
**
تسکین ته حالاتو او بخت داسې ګزارونه ورکړل چې بیا یې هغه دم ،جوش ځواني پاتې نه شوه
حالاتو راکه او که بخت راکه
هر څه چي وو ګذار يي سخت راکه
ربه مننه ده ستا ډيره ډيره
جيب دي خالي او زړه دي مست راکه
صرف چي يو ځل يي پښيمان اووينم
ده وخت مالکه که دي وخت راکه
ما ويل دنيا سره به جنګ کوومه
ماله خو يو سړي شکست راکه
تسکينه ځان قسمت ته سپارمه زه
تخته يي راکړه که يي تخت راکه
**
تسکین پخپل فکر پهلوان وو پهلوان اراده یې وه چې له ټولې دنیا سره به جنګ کوي ،خو یو سړی وو چې تسکین ته یې شکست ورکړ
ما ويل دنيا سره به جنګ کوومه
ماله خو يو سړي شکست راکه
**
يارانـه لاړه لاروي سـلام تــه ورسېــده
قيصه د مينې وه بس خپل انجام ته ورسېده
مينه دې څــه وه يو لحظه د مـــازيګر وه ياره
د سترګو رپ کې لولکۍ ماښام تـــه ورسېـده
چې د منونو خاورو لاندې شم نــــو و به وايم
چې قافله د ستړي ژوند مرام تـــــــه ورسېده
هغه خبره چې بس زه او ته پرې پوی وو سره
هوا يې اوکړه لاړه خاص او عام ته ورسېــده
ياره اوس خيال ته چې هم راشې نو زه و بوګنېږم
زمـا دا مينه چې لأ کوم مقـام تـه ورسېده
مجرمان دواړه وو د مينې پـه ګناه کې اشنا
سزا يواځې ما تسکين بدنام تــه ورسېده
**
غزل
ستا په غم کښی ډوب ستا فکر وړے یم جانانه
کوم ځاۍ به دی ګورم ستړےستړے یم جانانه
وخت چه می په کوم طرف وړي د مجبورۍ به ځم.ګ
زه خو د اوبو په سر خسنړے یم جانانه
خداۍ خبر چه مخکی به د کومو مرحلو اوځم
دا خو لا د عشق مکتب کښی چنړے یم جانانه
هاغه چه ي ژوند په هر قدم رنګینه کړے وو
هاغه تسکین اوس ژوندو کښی مړے یم جانانه
**
غزل
اوشوه اوس به لیونے یم ګنی ښه اوښیار سړے ؤم
تا بی کاره کړمه یاره،زه بلها د کار سړے ؤم
دا اعجاز دے ستا د مینی چه د چا سره ساز نهٔ یم
زه په هر څه پوهیدمه زه خو ښه د لار سړے ؤم
اکثر پروت چرته په ګوټ کښی اوس د کوره بهر نهٔ ځم
زه خو مخکی داسی نهٔ ؤم د یارانو یار سړے ؤم
تا وهمی کړم تا شکي کړم د خپل سوري نه هم لویږم
تهٔ د چا نه تپوس اوکړه د زمري مغدار سړےؤم
خلق د ذهن مریضان ؤو ښار ؤو ډک د طبیبانو
زما چا علاج اونهٔ کړو زه د زړه بیمار سړے ؤم
چه می عقل سر ته راغے اوس دے خوشی میدان پاتی
اوس تسکینه خندا راشي یره ښهٔ اوزګار سړے ؤم
روح یې ښاد
#ارواښار تسکین مانیروال

Post a Comment