(شپاړسم نومبر د اعظم صېب د تلين په موقع خصوصي تحرير

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

ہفتہ، 15 نومبر، 2025

(شپاړسم نومبر د اعظم صېب د تلين په موقع خصوصي تحرير

 



د اعظم د غزل مزاحمتي رنګ

(شپاړسم نومبر د اعظم صېب د تلين په موقع خصوصي تحرير)


د پښتو د جديد غزل خوشبختي ده چې يو څو لوے تخليقکاران يې په مقدمه کښې پېش پېش ودرېدل چې د په نړيواله سويه د نظم د پاره سازګاره ماحول کښې يې هم د غزل ردهم ، کمال ، آن او شان بحال وساتلو (دغه سازګاره ماحول چرته بل وخت) . په هغه يو څو کسانو کښې ډاکټر محمد اعظم اعظم هم شامل دے. 

دا هغه زمانه ده چې د ګړدې نړۍ د خواريکښ ، مظلوم ، محکوم اولسونو په څېر پښتانۀ سياسي او فکري سوچ لرونکي اولسونه او طالب علمان په سړکونو ګرځېدل ، د خپلو بنيادي حقونو مبارزه يې کوله ، نو په څنګ کښې ورسره د خپلې خاورې او ټولنې باشعوره او باهمته شاعران او اديبان هم ولاړ وو چې دغه مبارزه نوره هم توده کړي . خو په دغسې ماحول کښې ډاکټر اعظم د غزل په نرم او نازک ، خوږ او پوست ، شېرین او مهين آواز کښې خپل غږ د خپلو فکري ملګرو سره ملګرے کړۀ . که څه هم د شور په ماحول کښې لږ تت لګېدو ، ولې د فن په زمکه کښې ژور دومره وۀ چې نن يې هم تھ ته رسېدل ګران دي. 

په سرسري انداز کښې د اعظم د شاعرۍ په لړ کښې مجموعي تاثر داسې جوړېږي چې ګني دوي بېخي د خاورې د درد او غم نه په ډډه تش د غزل د زير و بم ته ځان وقف کړے دے ، خو په حقیقت کښې داسې نۀ ده ، څومره چې د اعظم صېب د غزل مطالعه کښې بنده ډوبېږي ، دومره ورته احساس کېږي چې هغۀ د خاورې بوي په خپله شاعرۍ کښې رانغړلے دے ځکه يې د شاعرۍ نه د خوشبو رنګونه څاڅي. د هغۀ شاعري دا هم دغسې چې خوند يې محسوسېږي ، لکه خوشبو ، لکه جذبه ، لکه احساس ، لکه تصور ، لکه تخيل:


ستا د دوه ورځو سپرلے وۀ  ستا د دوه ورځو‌ ګلونه

خو ﺯما په ﺯړۀ دې کښېښول د همېش همېش ﺯخمونه


د ژوندون په هــــره لاره لکه سوړ اسوېلے تېر شوم

په قـدم  قـدم تاودۀ وو  ستا د حسن محلونه


پـــه ژړا ژړا مې اوښکې د ﺯړۀ وينو جوابي کـړې

حـل دې نشو لا تر اوسه د مسکو سترګو سوالونه


د وختونو د ځـولۍ نه هر چا خپله برخه يوړه

تا د حسن سحرونه  ما د هجـر ماښامونه


د ﺯړګي په وېرانه کښې د چـا يـاد داسې تاﺯه شي

لکــــــه وسپړي اعظــمه! د اﺯغــــو څوکې ګلونه


دغه پوره غزل کښې د تقابل انداز او دغه تقابل خالص د طبقاتي احساس لاندې څومره دلچسپ او زړۀ راښکون روانوي حقيقت بيانوي. د زړګي ویرانه ، د وختونو ځولۍ ، د محرومو او بې څوکو ساړۀ اسوېلي او د شتمنو تاودۀ محلونه هغه لفظيات دي چې د اعظم صېب فکري تناظر او فني اشتياق په ګوته کوي .

څه که بدل نۀ شو دستور د جانان هغسې دے

اې لېونتوبه د دردونو درمان هغسې دے

دا رنګ او دا انداز د اعظم صېب د بغاوت دے . د جانان دستور څومره رنګين او خوشنما علامت دے چې د رياستي جبر او ظلم په لور اشاره کوي . لېونتوب خپل باغيانه پن يادوي ځکه چې چرته ظلم وي ، ناانصافي وي ، استحصال وي ، بدامني وي ، هلته به د باغيان ، سرتېري ، سر پرې کړي خامخا پېدا کېږي. 

ماښامونه  په   ویرونو   سحرونه  په   لمبو  دي

د بې ننګو ښاریه کښې مې وختونه په لمبو  دي

د ژوندون پۀ هره لاره لکه سوړ اسویلے تېر شوم

اے  اعظمه!  لکه  ستا  مې  محفلونه  په  لمبو  دي

دا شعرونه چې يو خوا خپله يوه مخصوصه روماني فضا لري نو بل خوا رومانوي فضا کښې يې هم کمے نۀ راځي . بس د لوستونکي ، کتونکي يا اورېدونکي خپل نظر پورې منحصره ده چې هغه په سترګو کښې د نظر کوم کېنوس لري. 

اخر کښې د اعظم صېب يو شعر چې زما د پورتني بحث نچوړ وړاندې کوي او د هغوي په مزاحمتي انداز دلالت کوي ، وړاندې کوم:

د وفا زمکې خړوب نۀ شوې اعظمه!

ډېرې وينې مو ورکړې د زړګو دي.

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف