دې دشت کښي د کوچي پۀ شانې شپې کوې فقيره !
دا پټ پۀ پټه کومې تماشې کوې فقيره!
راتېر شې لۀ بازاره، دواړه لاس څنډې روان ئې
لګيا ئې د خپل فقر نندارې کوې فقيره!
دې ړوند جهان ته کومې بينا سترګې دې راوړي
د مخ نه هم د زړونو اندازې کوې فقيره!
=== ق ======
دا ته د کومې تندې پۀ نشه باندې ساه اخلې
دا تۀ د کوم درياب پۀ غاړه شپې کوې فقيره!
دا تا د کوم ځنګل اؤ بيابان سکون موندلے
خالي سلام د خپلې دروازې کوې فقيره!
خرقه ده اؤ يو کند اؤ يو کچکول دې کائنات دے
دې ويړ جهان کښې ناست ئې قهقهې کوې فقيره!
دهمال دے اؤ يو ،حال، دے اؤ چاپېره شنۀ لوګي دي
زنګېږې اؤ طواف هم د شعلې کوې فقيره!
دېوان دي، کوهِ قاف دے اؤ خالي خالي منظر دے
دا کومو بلاګانو سره شپې کوې فقيره!
تۀ لاړې اؤ د صبر غټ تعويذ پۀ غاړه راغلې
ما وې ګنې د چا نه به ګيلې کوې فقيره!
مجذوب لکه ټولي د مجذوبانو کښې چورلک خوري
دا ژوند وايه پۀ کومې کرشمې کوې فقيره!
==== ق ====
يا زۀ يم لکه ونه پۀ خپل سېوري رژېدلے
يا تۀ لکه چينار خپله لمبې کوې فقيره!
کاش ما د دغه خاصې کوڅې ګرد پۀ بڼو راؤړے
دا تۀ چې د کوم عشق نوې معنې کوې فقيره!
دا ځل پۀ کوم زيارت د شوخ وشنګو وصل غواړې
دا ځلې کوم سفر بې ارادې کوې فقيره!
دا ځل د کوم ديار د ملغلرې ثنا وايې
دا ځل د کوم بدن ياد کښې ټپې کوې فقيره!
دوه اوښکي د رنځورو سترګو حال وئېلے نۀ شي
دا عشق کښې څۀ نا ترسه شوګيرې کوې فقيره!
دوه شونډې به تر کومه غړغړې د وينو نۀ کړي
دا زړۀ کښې د کوم زخم يارانې کوې فقيره !
تسنيمه پۀ خپل څلي هم قدم ږدې زوروره
دا تۀ د کوم ولي نه لاس نيوې کوې فقيره!

ایک تبصرہ شائع کریں