غزل
ستا انتخاب باندې دې اور اولګي
سوال او ځواب باندې دې اور اولګي
چې مورنۍ ژبه مې نیشته پکښې
داسې نصاب باندې دې اور اولګي
تل به شمېرنه په پښتو کښې کؤوم
په بل حساب باندې دې اور اولګي
خپله کډۍ خپله خامته مې خوښه
مهین کېمخاب باندې دې اور اولګي
لپه اوبه چې ترینه څښلې نهٔ شم
په ډک دریاب باندې دې اور اولګي
ده تنده غري تنده لا زیاته کړي
په تش سراب باندې دې اور اولګي
هغه چې مونځ به مزدورانو کوي
جي او جناب باندې دې اور اولګي
بې پوهاوي که یې په یادو یاد کړي
دغه کتاب باندې دې اور اولګي
چې بیګارونه، قلنګونه اخلي
خان او نواب باندې دې اور اولګي
زه ده کېمور په تخلص مین یم
د سر خطاب باندې اور اولګي
پروفېسر لقمان کېمور

ایک تبصرہ شائع کریں