ده انتظار جذبه سړه ښه نه ده
ده پرهر څړيکه مي اوده ښا نه ده
ده غرمې تاوو ښه نه دي توره به شي
ده غرمي مه رازه غرمه ښه نه ده
واعظه مکوه ستومانه به شم
ده ځوانۍ ورځې دي توبه ښه نه ده
ده محبت لېونی چه وژلې ؟
ده اشنا هسې حوصله ښه نه ده
شونډې دي رپي چې خبري کوې
قاصده ښکاري چی قيصه ښه نه ده
نن به دي زړه ځان سره وړي صابره!
نن يي دا سترګو اراده ښه نه ده
Post a Comment