شاعر - ارواښاد اجمل منصور
ـ
چې د کلونو مرور کلي ته پېښه وکړي
خدایه اختر کړې چې دلبر کلي ته پېښه وکړي
ـ
سبا اختر دی، چا سپوږمۍ د بام پر سر ولیده
کېدای شي، نن د ښار نوکر، کلي ته پېښه وکړي
ـ
چې لوګي تور کړي او شور ورته ماغزه وکني
د ښاریې خلک اکثر کلي ته پېښه وکړي
ـ
د مال دولت نهر ښارونو کې مېشته په کار دي
چې د ښایست هر یو نهر کلي ته پېښه وکړي
ـ
تمامه ورځ د ښایستونو تذکرې به کوي
پاګل منصور په مازیګر کلي ته پېښه وکړي
ـ
ایک تبصرہ شائع کریں