ارواښاد ریاض تسنیم
ښه پوهېدو چې پۀ خپل سر مو بادولې خاورې
سرۀ مو دروړل اؤ په بدل کې مو راؤړلې خاورې
د ستا د وصل د لوی کبر نه مې ويره کېده
دا چې په هره ساه مې خلې ته اچولې خاورې
څومره سپوږمۍ،څومره نمرونه يې راښکلي ځان ته
دا پۀ خپل زور باندې په حقه نازېدلې خاورې
نور د سفر د لاحاصل او حاصل څۀ حکايت
بس دومره ده چې د بڼو نۀ مې څنډلې خاورې
هغه وخت چرته وې، په ما ټولې مئېنې سترګې
چې زما غم کې دېوالونو رژولې خاورې
نور د وطن د مينې غټ ثبوت له کومه راوړم
خلقو رامبېل لټول ما يې بویيولې خاورې
تسنيمه! څومره ابدي وي دا د خاورې رشتې
چا ژاړل خاوره پسې،چا پسې ژاړلې خاورې
ایک تبصرہ شائع کریں