ومنه زما ښکلي خوښ شوي دي
ستانه مې سېوا ښکلي خوښ شوي دي
دلته زۀ د ډېرو ښکلو بدې شم
دلته مې بلها ښکلي خوښ شوي دي
زۀ چرته د يو ښکلي خوښ نۀ شومه
عمر له زما ښکلي خوښ شوي دي
هغلته کښې شېخ ته ګوته مۀ نيسه
دلته د ملا ښکلي خوښ شوي دي
وې نۀ وې پۀ لاس ئې راته وليکل
ستا خو يو اتيا ښکلي خوښ شوي دي
ارواښاد اجمل منصور
Post a Comment