کلام ارواښاد اجمل منصور
نادان زړګے ستا مي ستا ديدار غواړي
بيا سوزيدۀ په سور انګار غواړي
ملا صيب شابه دم درود اوښايه
نيسل د تورو زلفو مار غواړي
په کتو نه په هغستو به کيږي
څوک چي په خپل کور کښي اختيار غواړي
سترګي مي يو څۀ زړګے بل څۀ غواړي
سترګي خمار زړګے قرار غواړي
لږ ورته اوګورۍ رسۍ په غاړه
(منصور ) د دار په سر دلدار غواړي
Post a Comment