مکافات عمل
داسې ستړې زندګي ده
لکه وي پۀ جېلخانه کښې
چار چاپېره مایوسي ده
پۀ هر خواه نفسانفسي ده
پۀ مخونو خندا نشته
زول طوفان دے رڼا نشته
پۀ ذهنونو کښې تیارې دي
د وحشت لړې خورې دي
ربه تۀ عادل باچا ئې
تۀ منصف خبیر دانا ئې
ستا پۀ هر کار کښې حکمت دے
دا پۀ مونږ کښې خجالت دے
دا چې څۀ راسره کيږي
دا چې څۀ راته پېښېږي
د عمل رد عمل دے
دغه ستا قانون اټل دے
چې عمل د لارې مل دے
سراج الدين سراج
"ژړا پۀ ترنم کښې"
Post a Comment