یو ځل پۀ زمکه چې د پښو د پل پرېوتی یمه

شاعرې

پیر، 2 جون، 2025

یو ځل پۀ زمکه چې د پښو د پل پرېوتی یمه

 


غزل


یو ځل پۀ زمکه  چې د پښو د پل پرېوتی یمه

بیا تمامــــــــــــي عمر  پۀ اوږد مزل پرېوتی یمه


لا مې تر اوســـــه باقیات هم  چا موندلي نۀ دي

زۀ د وجود ګــــــــړنګ ته څۀ یو ځل پرېوتی یمه


لکه  دېوال  د بل تکــــــــــیې ته مې سینه نیولي

لکه  دېوال  کـــــه همېشه پۀ بل پرېوتــــــــی یمه


بیا پۀ درنښت دې د دېوال پۀ درز کښې ېښی یمه

لکه ویښتۀ که دې د خـــــــــــــور وربل پرېوتی یمه


بیا مې پۀ هغه مخه یو قـــــــــــدم اخستی نۀ دی

پۀ کومه مخه چې اشنا یو ځل پرېوتــــــــــــی یمه


زۀ بیــــا پۀ زغل د هغـــــه ځایه پاڅـــــــــېدلی یمه

چې پۀ کوم ځائې ماښامه ! زۀ د زغل پرېوتی یمه

                      ‌‌ ‌‌           ‌        .......

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف