اندېش شمس القمر

شاعرې

Thursday, May 22, 2025

اندېش شمس القمر

 

ځه ځواني لاړه،ستا د زلفو په ول نۀ وایمه  خو د حالاتو په نخرو به غزل نۀ وایمه    هره ښکلا د وخت هوا لکه خسڼي یوړه  تش د ریدي د سرو ګلونو د ټل نۀ وایمه    بس دا یو شے زما د فن د جوارۍ ګټه ده  چې زه سندرې د ژوندون په چل ول نۀ وایمه    ماته تمغه د بهادرۍ تړي خو شرط ئې دا دے  چې به د دې خاورې اتل ته اتل نۀ وایمه    چه ستا د ننګه پرې اور بل نه دے شیرينې پښتو  ورته مئين ستا د سايې د اوربل نۀ وایمه    بیا ولې هر سړے ویریږي د خپل سیوري نه هم  ځه وشوه خېر دے زۀ دې ښار ته ځنګل نۀ وایمه    شَلې وعدې د انتظار لوړې ژورې لارې  دې کښې بې صبره زړۀ ته هیڅ کله مل نۀ وایمه    ما او حالاتو نن په دې دعا د خېر وکړله  ساز ته به ساز وایم خو غل ته به غل نۀ وایمه    د مینې دشتې د موټرو په پایو نه وهم  زه دغه سېل ته ستا په لوري مزل نۀ وایمه    چه پکښې ناسته ده زما د امیدونو راڼۍ  زه به د خپل فکر کهنډر ته محل نۀ وایمه    اندیش شمس القمر


ځه ځواني لاړه،ستا د زلفو په ول نۀ وایمه

خو د حالاتو په نخرو به غزل نۀ وایمه


هره ښکلا د وخت هوا لکه خسڼي یوړه

تش د ریدي د سرو ګلونو د ټل نۀ وایمه


بس دا یو شے زما د فن د جوارۍ ګټه ده

چې زه سندرې د ژوندون په چل ول نۀ وایمه


ماته تمغه د بهادرۍ تړي خو شرط ئې دا دے

چې به د دې خاورې اتل ته اتل نۀ وایمه


چه ستا د ننګه پرې اور بل نه دے شیرينې پښتو

ورته مئين ستا د سايې د اوربل نۀ وایمه


بیا ولې هر سړے ویریږي د خپل سیوري نه هم

ځه وشوه خېر دے زۀ دې ښار ته ځنګل نۀ وایمه


شَلې وعدې د انتظار لوړې ژورې لارې

دې کښې بې صبره زړۀ ته هیڅ کله مل نۀ وایمه


ما او حالاتو نن په دې دعا د خېر وکړله

ساز ته به ساز وایم خو غل ته به غل نۀ وایمه


د مینې دشتې د موټرو په پایو نه وهم

زه دغه سېل ته ستا په لوري مزل نۀ وایمه


چه پکښې ناسته ده زما د امیدونو راڼۍ

زه به د خپل فکر کهنډر ته محل نۀ وایمه


اندیش شمس القمر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف