څوک چې پېسه خور شي د خپل قوم د هر سړي په سر

شاعرې

Monday, May 19, 2025

څوک چې پېسه خور شي د خپل قوم د هر سړي په سر

 



کلام

ارواښاد روغانې بابا 

عنوان 

ګوپي


څوک چې پېسه خور شي د خپل قوم د هر سړي په سر

دا لکه چې خوري د خپلې لور او د بي بي په سر 


ځنې سياست کښې اميري او بادشاهي ګوري

ځنې ئې ګټي د خدائې قرآن او د نبي په سر


کټ د جنازې دے مخکښې خان او تالي سټ روان 

وروستو دواړو پښې ئې دي د پير او مولوي په سر


څوک په علم و فن او په هنر باندې سړي نه شو

بل خوا ډېر سړي شو تش د ډېر فضل ربي په سر


ښۀ پښتون جولا دے چې په لاسو پښو محنت کوي

ښۀ پښتون چميار دے د رينې او د رمبي په سر 


ښۀ پښتون نائي دے چې د شپې، ورځې محنت کوي

ښۀ پښتون مزدور دے د بېلچې او د ټاټکي په سر 


ښۀ پښتون دهقان دے چې غلې کري مېوې کري

ښۀ پښتون لوهار دے د سندان او سټکي په سر 


هر يو هنرمند د پختونخوا خان خانان ګڼم

څه خوشې خاني ده د بنګلې او د پټي په سر 


وخت دے روغانيه! چې تميز اوکړي په ګلو کښې 

نور به بوراګان اونه بڼيږي د ګوپي په سر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف