يه د جهان د ښايستونو خدايه

شاعرې

Sunday, May 18, 2025

يه د جهان د ښايستونو خدايه

 


يه د جهان د ښايستونو خدايه

يه د رڼا او د رنګونو ربه

يه د انسان د تصور خالقه

يه د سپرلۍ او د ګلونو ربه

چی ستا په زمکه د جنګونو خدايان 

ستا د تخليق د رڼا رنګ ورکوي

چی ستا په مخکې د بارودو لوګي

د ښايستونو آئيني ړنګوي

د خپل غرض په نشه مست ليوني

د محبت په لمن تور لګوي

د سود او زيان په مخه کړي خلق

ستا د ښايست په زمکه اوور لګوي

دا هر څه کيږي ستا په مخکې کيږي

ته ورته ګوري په تا هيڅ نه کيږي

ستا به زړه لوئ وي ته به صبر کوي

خو داسې نه چې په چا هيڅ نه کيږي

ستا د شاعر د زړه نه ويني څاڅي

ستا د فنکار د پښو نه ساه وتې ده

ژوند له اسمان کي چرته ځائ ورکړه

د اوسيدو نه خو دنيا وتي ده

اوس دواړه نه کيږي يوه به کوي

يا به نفرت او يا به ما وژنې

يا به د خپل تخليقه زړه صبروي

يا به د جنګ توره بلا وژنې


صاحب شاه صابــــــــــــــــر

#Pakhtunkhwa 💔

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف