سر مې لۀ هرې سودا ډک ، په لاره غلی تېر شوم
زۀ عجب شور وم خو لۀ دې بازاره غلی تېر شوم
ښه شوه ، ما هم د دې جهان تماشه نۀ کوله
غلې زۀ نۀ راتېرېدم خو ياره ! غلی تېر شوم
ژوند مې کوۀ ، کۀ مې د ژوند مرۍ له زور ورکوۀ
له ښاره غلی تېر شوم ، يا له داره غلی تېر شوم
زۀ هغه ښاخ چې پاڼه پاڼه رانه ورژېده
زه هغه باد چې د وربل پۀ لاره غلی تېر شوم
ېا لېونی شوم يا مې خوب کښې زاڼې ولېدلې
خدای زده ، کۀ دا ځلې د عشق لۀ ناره غلی تېر شوم
هر څه مې واورېدل خو ستا اواز مې وانۀ ورېدۀ
جوړ د ځوانۍ له اخيري بهاره غلی تېر شوم
تسنيمه ! خلقو خولې لرلې خو لۀ ژبو خالي
دا کوم ديار وو؟ دا له کوم دياره غلی تېر شوم
رياض تسنيم
Post a Comment