غــــــزل
ـــــــــــ
یو معبود هر چا تراشلے پۀ هنر دے
دلته هر ســـــړے پۀ لاره د اذر دے
مونـــــــږ د تاش پاڼې داوونو له پېدا یو
پۀ سر لاس مو د تش پاڼي جوارګر دے
د بهلول فکري پګړۍ ورته پۀ سر دي
هــــر بالکے ، ممو ولــي د اشنغر دے
ما وې مــرمه مسلمانه غـږ مې واوره
دۀ وې ستا ښار له ازله نوحه ګر دے
ما تسخیر کـــــړي پۀ زور درې ځــــــله د ورځې
پۀ خپل کور کښې مې پروت داسې سکندر دے
د ښار خلک پۀ ډار ستا قصيدې وائي
ګنې ستا پۀ کردار هر سـړے خبر دے
تۀ اوس هم د خپل قاتل پۀ شا ولاړ ئې
پۀ خله وائې چې دښمن مې باراور دے
ستا د تورو سترګــــــــو تور ته وزګار نۀ شۀ
ستا مئين هم څۀ سپین سترګے سخنور دے
څۀ به پير پادري پنډت ته شي محتاجه
ديــــــــــدار ځانله د خپل دور قلندر دے
#ډاکټرديداريوسفزے
Sunday, June 1, 2025

Post a Comment