ما تمـاشه د داسې سود او د زيان وليـدله
خپله چنبه چندڼ ځواني مې تـاوان وليدله
خاورې مې باد کړې په خپل سر باندې مې اور هم بل کړه
ما بې رخـــــــــــــــي ډيره د خپل خانـــــــــــدان وليـدله
له ځنګلونو شوم راتېـر له غره را واوختمه
لاره آخر مې د خپـل ذات د جهان ولیدله
نه د هېچا سترګو کې ځای زمونـږ د دړد پاتې وه
نه زمونږ تنده دغه ورېځ او باران وليدله
نيم لیونی وم چې په غاړه د درياب کيناستم
زه بوږنېدمه چې څهره مې د ځان وليدله
زه د جېندې او د باړې حسن را کش نه کړمه
ما چې سپوږمۍ د کراچۍ په اسمـان وليدله
تسنيم پـه دواړه مخه خپله فقيري مچي کړه
چې شهـزادګۍ يې د کــــلال په دوکان وليدله
رياض تسنيم
Post a Comment