پۀ محبت کښې رنځېدم
د زړۀ له درده خورېدم
پۀ ما دې کلے کور خبر کړو
لکه د پاڼې رپېدم
راورېدو باران د کاڼو
راپرېوتم او پاسېدم
پۀ رقيبانو بيا اختر دے
پۀ توره تبه خوټکېدم
چې ستا پۀ حسن تبصرې وې
ستا سره زۀ هم يادېدم
ما وئيل زۀ به مينه پرېږدم
خو مينې کله پرېښودم
پۀ عشق کښې لاړم لېونے شوم
پۀ زيارتونو ګرځېدم
دلته مې سر سيورے قاتل دے
"امــيـــر رازقــــه" بوږنېدم
۔۔ ارواښاد امير رازق امير ۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

Post a Comment