چې زما د پرهرونو مېلمانه دي
ستا یادونه که دردونه دي خواږه دي
زمونږ زړونه چي دبل رضا ته ګوري
په سينو کې که زمونږ يې زمونږ نه دي
هغه خلق د مئینو رهبران شول
چې د مينې د مسلکه خبر نه دي
په دې ښار کې به سړي سړي ته ګورې
ددې ښار بلا سړي، سړي خواره دي
د یارانو خولې به څه باندې خوږې شي
که حالات هغسې زهر دي تراخه دي
لويو لويو حادثو ته مخامخ يم
ستا وړې وړې خبرې مې په زړه دي
چې په ښکلو پسې تلي هغه ورك وي
چی د ښکلو چا منلي هغه مړه دي
یه ساده ساده کتو د سړي زړه وړي
دا واړه واړه پی مخي ډېر پاخه دي
د صابر غوندې بې سره لیوني له
د الفت په زنځيرونو تړل ښه دي.
Post a Comment