غزل
بیا ګوره چې په زړه کې دې ځاييږم او که نه
ته راشه چې ولاړ درنه ځاريږم او که نه
ډک جام یمه د صبر خو بیا هم ستا د خاطره
په ځمکه مې ګوزار که چې توييږم او که نه
يو وخت و چې کتو به دې ملکونه ورانول
ځه اوس راته رامخ که چې غورزيږم او که نه
په زړه مې خنجر کيږدوه او مړه، مړه راته ګوره
بیا و،ژنـ.ـه مې چې ځان باندې پوهيږم او که نه
منصوره! چې مې تل د زړه په تل کې وو ساتلی
اوس وايه چې په تلو به يې درديږم او که نه
Post a Comment