درد مې اسوېلی کړه، بیا که ځې نو ځه
ځان ته مې لوګی کړه، بیا که ځې نو ځه
ته او بیا راتله په عقل ګرانه ده
نن مې لېونی کړه، بیا که ځې نو ځه
ووایه رښتیا، که خپلېدی نه شو
خیر دې ما پردی کړه، بیا که ځې نو ځه
تندی ته مې وګوره طاعون نه شې
شونډې مې لوندې کړه، بیا که ځې نو ځه
سترګو ته مې لږ غوندې خوب راوله
ورکې شوګیرې کړه، بیا که ځې نو ځه
شپه ده شوګیره ده څه مالومه ده
ډکې پېمانې کړه، بیا که ځې نو ځه
مینه څه ده؟ ګله، ته او زه څه یو؟
پوه مې لږ په دې کړه، بیا که ځې نو ځه
کېنه، د صابر په خوا کې کېنه لږ
ورکې یې ګیلې کړه، بیا که ځې نو ځه
ډاکټر صاحب شاه صابر
Post a Comment