(مونـږ به نۀ مـرُو).
چې تر څو غرونه ولاړ ئې
چې تر څو واورې ورېږي
چې تر څو سیندونه خوځي
چې تر څو اوبۀ بهیېږي
چې تر څو زمکه لونده وي
چې تر څو اسمان پړقېږي
چې تر څو بادونه لګي
چې تر څو سپرلي ټوکېږي
چې تر کومې رڼا لګي
چې تر څو رنګونه رپي
چې تر کومې لمر راخېژي
چې تر څو ګلونه رپي
چې تر کومې سپوږمۍ خاندي
چې تر څو بادونه رپي
چې تر کومې پردي خوځي
چې تر څو تارونه رپي
زۀ اؤ تۀ به په دنیا یُو
زۀ اؤ تۀ تر هغې نۀ مرو
چې په زمکه هوا لګي
مونږ به څنګ مرو،مونږ به څۀ مرو
چې دَ زمکې زځړي لوند وي
خدائے ګوا دے کۀ به ومرو
په یؤ شکل کښې به پایُو
په یؤ شکل کښې به نۀ مرو
په ګلونو کښې به ګرځو
په سپرلي کښې به ټوکېږو
په هوا کښې به الوځو
په باران کښې به ورېږو
په رنګونو کښې به رپو
په رڼا کښې به ټوکېږو
په سازونو کښې به اُسو
په نغمو کښې به تنړېږو
په لمحه کښې به ټوکېږو.
صاحب شاه صابر
Post a Comment