د هجر شپي دومره اوږده ولي شوي

شاعرې

Thursday, January 23, 2025

د هجر شپي دومره اوږده ولي شوي

 



غزل : اکرام الله ګران بابا

کتاب : ژوند د خیال په آٸینه کښي۔مخ ١١٨


د هجر شپي دومره اوږده ولي شوي

د تورو زلفو سلسله ولي شوي


زما سپیره په نامراده ذکر 

ته د حیا نه تکه سره ولي شوي


ته مي د ژوند د رڼاګانو قاتل

زما په قبر بیا ډیوه ولي شوي


لاري مو بیلي زړونه نه خړوو

زما غم خور عقله خفه ولي شوي 


تنده مي ماته کړه د سوخت په خولو

اوس په لیمو کښي میکده ولي شوي


ستا د دیدن وریځې بل خوا ته ځې

یو څو کړۍ په ما شیبه ولي شوي


د ګران! په حقله که تا څه پریښي وو

لاړي نو بیا را په ستنه ولي شوي

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف