غزل :- سيد شاه سعود
_____
ژوندی ومه او خپلې زندګۍ منلم نه
غزل یې راته وې خو شاعرۍ منلم نه
د زړه په زمزمه کې به مې غرونه درزیدل
دا ځکه هغې دغې موسیقۍ منلم نه
رسۍ به تاویدله د رسۍ نه ول په ول
چې ځان مې قتلولو تیزندۍ منلم نه
ظاهر مې له باطنه بینوا پاتې کیدو
په اوښکو کې به ډوب وم او سلګۍ منلم نه
غرور مې هم لرلو کبرجن هم دومره وم
چې خپله به هم خپلې تعالۍ منلم نه
دا کس په بې وجودو کې یو څه حسابیدو
او ده به د دې نورو په مرضۍ منلم نه
دا ولې تنګ نظره شو، محفل د لیونو
رندانو میکده کې بی رندۍ منلم نه
زنځیر رانه زبیښلی و سعوده چاپیرچل
لاسونه مې سپړل او ازادۍ منلم نه
_______________
Post a Comment