غزل
درويش درانے
تۀ د گلاب پر پاڼو پروت، زۀ پر اغزو يم روان
تۀ به تر څو کوې دا خوب، زۀ به تر څو يم روان
کله چې تۀ راغلے نۀ يې تر هغو يم زۀ ناست
کله چې و نۀ رسم تاته تر هغو يم روان
خود به مې گرم گڼې اشنا! تا وئيل ځه په منډه
زۀ ستا له کوره يم روان مگر ورو ورو يم روان
موږ جنگ ځپلو ته سېلاب هم يو لښکر ښکارېږي
توره مې واخيسته او مخته د اوبو يم روان
ژوند بس تر هغه وخته ژوند گڼم دروېشه چې زۀ
پر خپله مځکه يم روان، پر خپلو پښو يم روان
5 اکتوبر 2006ء
شاعر ـ درویش درانے
کتاب ـ دا بوټي به لونګ شي
مخ - 22
ـ Darwesh Durrani دروېش درانی
Post a Comment