چې بيا نه تُوره پورته شي، نه سر په وينو رنګ شي

شاعرې

Friday, January 24, 2025

چې بيا نه تُوره پورته شي، نه سر په وينو رنګ شي

 


غزل _ درويش درانی



چې بيا نه تُوره پورته شي، نه سر په وينو رنګ شي

باداره! دغه جنګ دې د وطن آخري جنګ شي


که ﺯړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو

دا کاڼي به لعلونه شي دا بوټي به لونګ شي


تر څو به دوی په کلی کلی ګرځی دا به وائی

چې دا مينه دې ورانه شي او هغه کور دې ړنګ شي


زمونږ زلمي چې جنګ ته هڅوې نو ورته وائې

چې هسې که مو کيښودي نو تورې به مو ﺯنګ شي


ته بله ډيوه نه ئې او که چرته ډيوه هم شې

له مابه هيله نه کوې چې دا به مې پتنګ شي


که ګورې له لستوڼي به ئې سور خنجر راوځي

درويشه! چې روان درسره دلته څوک په څنګ شي


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف