غزل
دَ دې چمن تصوير پۀ اور جوړ کړه
دَ سور ګلاب رنګ پکې تور جوړ کړه
لۀ ځانه داسې مشر ورور جوړ کړه
پېښور وران کړه اؤ لاهور جوړ کړه
زما اتل کړه آريانه کښې قتل
ګنبد دَ خپل غدار پۀ ګور جوړ کړه
کۀ دې دَ خـــدائے پۀ زمکه کور نشتـــــه
دَ چا پۀ زړۀ کښې ځان له کور جوړ کړه
مکتب دې ړنګ کړه پۀ نامه د اسلام
جمات دَ سور کافر پۀ پور جوړ کړه
دَ زور خـلاف مزاحمت ژونـــــــــــد دے
کۀ نور دې وس نۀ رسي شور جوړ کړه
لۀ خاموشۍ نه مې پۀ سر درد شو
ټپه کړه پورته ټنګ ټکور جوړ کړه
وړومبے ماښــــام دے دَ روژې ســـــاقي
راله يو څو جامـــــونه نور جــــــوړ کړه
مــــــا ته احســاس دَ ازادۍ راکـــــــوي
اوربل زما پۀ خوښـــــــه خور جوړ کړه
يو ځل پۀ شونډو زما نوم راوله
ځان ته دَ ټول عمر پېغور جوړ کړه
امجده نن خو دې پۀ هر شعر کښې
دَ قام دَ زړۀ دَ درد انځور جوړ کړه
امجد شهزاد
Post a Comment