دہ حسن پہ نشه کی لیوانې مخی له راغې
په چاپسی چی تلم ھغه سړې مخی له راغې
.
زہ نه یم بختور خو دا دہ مینی معجزہ دہ
اشنا په پردی کلی کی دہ شپی مخی له راغې
.
دا مینه دہ ارمانه که دہ مینی مجبوری دہ
زما دہ زړہ قاتل ماله جوندې مخی له راغی
.
ستا حال ئی راته او وی ستا قیصه ئی راته اوکړہ
چی سوک ستا دہ پلو ستا دہ کوسی مخی له راغی
.
په ډیرہ مودہ پس می سترگی لگی شان خواګی ښوی
په ډیرہ مودہ پس می یو سړې مخی له راغې
.
دہ ھغه غزل زادو سترګو رنګ می ورله ورکړو
که ګل مخی له راغی که ازغی مخی له راغې
.
لګیا ؤو دہ خپل حسن پہ صفت نه مړیدو
زما غزل ئی غلی غلی وی مخی له راغې
.
سادر دہ محبت ئی پہ سر سوری ؤو روان ؤ
صابر دہ جوند پہ لارہ دہ غرمی مخی له راغې
Post a Comment