اوښکې وې سلګۍ او شوګيرې راباندي تيرې شوې

شاعرې

Saturday, January 25, 2025

اوښکې وې سلګۍ او شوګيرې راباندي تيرې شوې

 

اوښکې وې سلګۍ او شوګيرې راباندي تيرې شوې تانه بغير څومره ﺯمانې راباندي تيرې شوې  وايي هوښياران چې بې نيټې مرګونه نشته دي څومره سختې ورځي سختې شپي راباندي تيرې شوې  اوس مې له لمبو د دوﺯخ مه ويروه شيخه چې دلته چې د ظلم سرې لمبې راباندي تيرې شوې  هله مې د عقل سترګې خلاصې شوې په هوش شومه کله چې د وخت تودې سړې راباندي تيرې شوې  چا عمر دراﺯمروته ! لاس د يارۍ رانه کړو ډېرې د يارانو قافلي راىاندي تيرې شوې  ارواښاد عمردراﺯ مروت


اوښکې وې سلګۍ او شوګيرې راباندي تيرې شوې

تانه بغير څومره ﺯمانې راباندي تيرې شوې


وايي هوښياران چې بې نيټې مرګونه نشته دي

څومره سختې ورځي سختې شپي راباندي تيرې شوې


اوس مې له لمبو د دوﺯخ مه ويروه شيخه چې

دلته چې د ظلم سرې لمبې راباندي تيرې شوې


هله مې د عقل سترګې خلاصې شوې په هوش شومه

کله چې د وخت تودې سړې راباندي تيرې شوې


چا عمر دراﺯمروته ! لاس د يارۍ رانه کړو

ډېرې د يارانو قافلي راىاندي تيرې شوې


ارواښاد عمردراﺯ مروت

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف