جګ د زړۀ په سر که يې اغزے نۀ دے

شاعرې

Friday, January 24, 2025

جګ د زړۀ په سر که يې اغزے نۀ دے

 



غزل ـ درویش دراني

کتاب ـ دا بوټي به لونګ شي

مخ ـ 15, 16


جګ د زړۀ په سر که يې اغزے نۀ دے

هر څو که سړے ښکاري ، سړے نۀ دے


وي به مجنون هم له عاشقانو خو

مشر د دا ډلې زۀ يم، دے نۀ دے


موږ يو په هر حال کې پلويان د ژوند

غوښتے مو دښمن له هم مرګے نۀ دے


يار مې دے څراغ رقيب لوګے مګر

دا لوګے د دا څراغ لوګے نۀ دے


څۀ لره د يار په زلفو لاس وهې

وه درويشه! مار د لوبو شے نۀ دے


درويش درانی

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف