خلیل فطرت مې وایي چې انګار راواخله پیره

شاعرې

Monday, December 9, 2024

خلیل فطرت مې وایي چې انګار راواخله پیره

 



یو لاس کښې ملغلرې بل کښې تار راواخله پیره

څو څاڅکي د شبنم دې د رخسار راواخله پیره


دا سترګې او باڼهً به درته لاره کښې کرمه

ته یو قدم زما په لور په لار راواخله پیره


د تیغ او د تفنګ او د بارودو دې څه جوړ کړل

دا درې واړه عبث دي یو ستار راواخله پیره


راځه چې دا د شر او د فساد تیًرې سنګسار کړو

له ستورو لمن ډکه کړه بې شمار راواخله پیره


سردار به چې په سر کښې وو ولاړ هغه سر نشته

اوس میر د قافلې شه خپل دستار راواخله پیره


خدایان د زمانې به دې د ژوند کشتۍ کړي ډوبه

بس نوره دې اسره د کردګار راواخله پیره 


سجده کښې که سرور غواړې د زړه حرم دې پاک کړه

دا یو سبق زما د ګناهګار راواخله پیره


د حسن و عشق قیصه لکه د ګل او د سور اور ده

خلیل فطرت مې وایي چې انګار راواخله پیره

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف