دا ســترګــې خامخا منـــــترې لـرې / دَيا سنګھ انجان

شاعرې

Sunday, December 1, 2024

دا ســترګــې خامخا منـــــترې لـرې / دَيا سنګھ انجان

 



  غزل


غـرونه مو شــــنې جگې نښترې لري

خوږې اوبه  تــورې گـــورگــوري لري


مونــږ د جگـــړو نغـمو ته  نه نڅیږو

بامونه زمونــږ  سپـیـنې کـوترې لرې


ربابي غــــــــوږ یـمـه  را واوروه څه

دا رباب څـه خوږې ســـنــدرې لـــري


یـو نیم تصویر ساتم د زړه البوم کې

یـو نیـم تصــویر  ډیرې خـــبرې لري


هـغـو وطـن کـې کـه ګلاب ځلـــیږي

زمونـږ وطن  مشک او عـنـبـرې لـري


زړه چې انجـانه  په کـتلو وړې تـش

دا ســترګــې خامخا  منـــــترې لـرې

                                                  

دَيا سنګھ انجان


#پښتوژبه #پښتوادب #پښتوشاعري #دپښتنوغږ

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف