*زيت الرحمٰن عاجزٓ صېب

شاعرې

Monday, December 2, 2024

*زيت الرحمٰن عاجزٓ صېب

 


*زيت الرحمٰن عاجزٓ صېب* 


خودارۍ نه راله سر وهي لګيا دی!

قرضداری راله ور وهي لګيا دی !


د مور نوم يې په ژړا د خولې نه خيږې!

څوک ظالم چرته نوکر وهي لګيا دی؟


په سپين مخ باندې خالونه د‌ رنجو ږدي!

ځان پخپله په نظر وهي لګيا دی!


بيا پيسې چا د‌ سخات ندي ورکړي؟

بيا څوک چغي په ممبر وهي لګيا دی؟


د مرغۍ د بچو چغي ترې راخيږي!

بره غره کې څوک نختر وهي لګيا دی؟


ماشوم زوی مې هم زما تکليف محسوس کړو!

په تندي راله څادر وهي لګيا دی!


ستا عاجز ستا د‌ بڼو مخ ته ولاړ دی!

په یوازې سر لښکر وهي لګيا دی !

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف