غوبانۀ په غوبنو وهلے کېږي

شاعرې

Saturday, November 16, 2024

غوبانۀ په غوبنو وهلے کېږي

 


(ارواښاد روغانې بابا)


غوبانۀ په غوبنو وهلے کېږي 

ګډبانۀ په ګډبنو وهلے کېږي 


مېلمانۀ خپلو کښې وروله بيا ګوره 

مېلمانۀ په مېلمنو وهلے کېږي 


لر او بر پښتون ئې څۀ رنګه په ضد کړو

پښتانۀ په پښتنو وهلے کېږي 


روښاني تحريک په څۀ هنر په شا شو

استانه په استانو وهلے کېږي 


دا نژدې لمسه د لرې فېرنګی ده

کوربانۀ په کوربنو وهلے کېږي

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف