ستا د تورو تورو بلا سترګو بلا واخلمه

شاعرې

Thursday, May 2, 2024

ستا د تورو تورو بلا سترګو بلا واخلمه

 

ستا د تورو تورو بلا سترګو بلا واخلمه


ستا د تورو تورو بلا سترګو بلا واخلمه

ستا په تماشه کښې رانه هېر وو چې ساه واخلمه

 

خدائے دی راته تا په تمامي حورو کښې اودروي

 یه په لونګين مئینی زه به تری تا واخلمه


 ستا په ګل ګل شونډو د لمبو لمبو ښېرو نه پس 

ولی د پیکه پیکه خيالونو دعا واخلمه


 بس يوه لحظه نیمه ماتل شه د دیوال په شا 

زړه له چې جانانه ستا د زړه نه درزا و اخلمه


 زه به جنت ستا د یو دیدن دپاره پریږدمه

زه به هغه نه یم چی دا و اخلم؟ که دا واخلمه؟


څنګ به پرهرونه د "سائل په زرګي نوي کړي؟

څنګ به دې د سترګو د بڼو نه صلاح واخلمه ؟

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف