سعید ګوهر / ليکه مې راکش کړه په تقدير باندې

شاعرې

Tuesday, April 23, 2024

سعید ګوهر / ليکه مې راکش کړه په تقدير باندې

 


غزل  


سعید ګوهر


ليکه مې راکش کړه په تقدير باندې

وخت مې لاس قلم کړ، په تحرير باندې


هيڅ نه شم کولی څه کولی شم

زۀ يم چا تړلی په زنځير باندې


اوس زۀ بېخي ډېر يواځې شوی يم

ستا ګمان مې راغی په تصوير باندې


تا به انتظار کړی وي، ډېر ستړی 

زۀ بخښنه غواړم په تاخير باندې


رحم که کېدی شي، انصاف نه غواړم

هره سزا وړمه په تقصير باندې 


زۀ په غريبۍ کې مطمئن سړی 

ته دې وياړ کوه پخپل جاګير باندې


څوک ملا صاحب مني برحق امام

چا ايمان راوړی دی په پير باندې


لاس غواړي حسين له حقه خلاص غواړي

واک غواړي په ذهن او په ضمير باندې


شا و خوا چاودنې دي او سرې وينې

ستړي شو وګړي په ډېر وير باندې


نه يمه ګوهره ! بې معنا نه يم

هر يو بېت مې وګوره په ځير باندې

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف