وه ګرانه بې شکه ده #اکرام_یوسفزے

شاعرې

Tuesday, April 23, 2024

وه ګرانه بې شکه ده #اکرام_یوسفزے

 


#غزلګوټے

ګرځم بې درکه ده

مینه رانه ورکه ده


ښکلې!ده نازکه ده

جونوکښې ملکه ده


مینه خؤرول غواړم

جنګ نه زما کرکه ده


قدربه یې څنګ نۀکړم

خاوره مې ادکــه ده


دې غېرتي خلکو ته؟

خپله ژبه سپــکه ده


تورچې یې نېتونه دي

تنګه پۀدوي زمــکه ده


دعشق نړۍ ته مۀ راځه؟

ډېره د غم ډکــه ده


ګوره څوک وسلې خرڅۍ

چالاس کښې نینځکه ده


ستا پۀاننګي باندې ؟؟

ښکلې شان ځوانکه ده


څۀچې وئ؟پۀجاریې وئ؟

خواښۀ زما ځــکه ده


ځان به درنه ځار کړمه

دا واعده مې کلکه ده


تاسر د اکرام مینه؟؟

وه ګرانه بې شکه ده


#اکرام_یوسفزے

۱۵ مارچ ۲۰۲۴

کاڼا،شانګله

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف