سعود دې همیشه د‌ تصور په لاره ځي / شاه سعود

شاعرې

Monday, April 22, 2024

سعود دې همیشه د‌ تصور په لاره ځي / شاه سعود

 


غزل


په زړه ساتی صحرا د سمندر په لاره ځي

یو کس چې ماښامے شي د‌ ګودر په لاره ځي


د‌ مینی قافیه کښې راولی د‌ وینی رنګ

قلم په حماسه کښې د خنجر په لاره ځي


تصوېر ته د تصویر نه یوه لاره جوړوي

شاعر چې شې سړے د کوزه ګر په لاره ځي


د‌ سترګو لاروي به ورته وايي هرکلے

د‌ ستورو قافله به د‌ خېبر په لاره ځي


فطرت نه دې راژباړی اداګاني د‌ حیرت

سعود دې همیشه د‌ تصور په لاره ځي


 شاه سعود

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف