تور تم ته به وي پاتې د رڼا نه چې بوږنيږي / اکبر سيال

شاعرې

Monday, April 22, 2024

تور تم ته به وي پاتې د رڼا نه چې بوږنيږي / اکبر سيال

 

تور تم ته به وي پاتې د رڼا نه چې بوږنيږي د ژوند د نوي نوي ارتقا نه چې بوږنيږي دا سترګې دې ړندې شي د ښکلا نه چې بوږنيږي د ګل نه چې بوږنيږي د بورا نه چې بوږنيږي  دا کس د ښائيستونو ثناخوان نه شي کيدے د زرکو زرکو سترګو د ځلا نه چې بوږنيږي  زه دېو يم که پېرے يم که نه سام مې زورور دے په دومره ډېرو خلکو کې زما نه چې بوږنيږي  اوس نه پريږدي په ځان پورې چيرړۍ په يو اندام دا څه شوي په يار دي د حيا نه چې بوږنيږي  دا زړه به د شېطان وي او دا مينه به مرتده د يار د زکر فکر د ثنا نه چې بوږنيږي  يه سياله چرته لاړ شو د وږ سترګو ددے چم نه زمونږه د زړه سواندو د اروا نه چې بوږنيږي  اکبر سيال


غزل

تور تم ته به وي پاتې د رڼا نه چې بوږنيږي

د ژوند د نوي نوي ارتقا نه چې بوږنيږي


دا سترګې دې ړندې شي د ښکلا نه چې بوږنيږي

د ګل نه چې بوږنيږي د بورا نه چې بوږنيږي


دا کس د ښائيستونو ثناخوان نه شي کيدے

د زرکو زرکو سترګو د ځلا نه چې بوږنيږي


زه دېو يم که پېرے يم که نه سام مې زورور دے

په دومره ډېرو خلکو کې زما نه چې بوږنيږي


اوس نه پريږدي په ځان پورې چيرړۍ په يو اندام

دا څه شوي په يار دي د حيا نه چې بوږنيږي


دا زړه به د شېطان وي او دا مينه به مرتده

د يار د زکر فکر د ثنا نه چې بوږنيږي


يه سياله چرته لاړ شو د وږ سترګو ددے چم نه

زمونږه د زړه سواندو د اروا نه چې بوږنيږي


اکبر سيال

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف