پکښې به توې شي د رامبېل چامبېل ګلونه // منیر جان

شاعرې

Saturday, April 13, 2024

پکښې به توې شي د رامبېل چامبېل ګلونه // منیر جان

 


نظم


انسانانو ليونے کړم

شيطانانو ليونے کړم

د پیریانو ســـــــره ژوند دے

دې مليـــــانو لـــــيــونے کـړم


په مذهب کښــــې مذهبونــــه

 په مسلک کښې مسلکونه

 په جومات کښې جلوســــونه

په ممبر بانـــــدې جنګونــــه


د چاتور پګړے په سر دے

 د چا سپین پګړے په سر دے

 څوک سرتور سرونه ګرځي

د چا شین پګړے په سر دے


په سندره مـــــې کـــافـر کــــړي

 په خبــــره مـــــې کــــافـر کــــړي

چې د سوال جواب رانکړي

 زر تــــر زره مـــــې کــــافـر کــــړي


دے بس ده ته كافر وائي

 او دے ده تـــــه کـــــافر وائــــــي

 زړۀ وی ذهن دې کافر دے

ذهن زړه تــه کــــافر وائي


چې په ده پسې پـسې شم

 که په ده پسې پسې شم

چې د ذهن لاره واخلم

که په زړه پسې پـسې شم


دے وئ دا عمل سنت دے

دے وئ نه منافقت دے

دے وئ دې پله دوزخ دے

دی وئ دی پله جنت دے


د يوې نه پاتې کيږو

د پيسې نه پاتې کيږو

مونږ په دې جهان هم ډوب يــو

د هغې نه پاتې کيګو


نورد هر څه نه باغي يـم

 که هر څو جهنمي يم

ته مېخوار زۀ دې ساقي يم

 زۀ دانۀ چې فلسفي يــم


زه د هر چا نه کمزورے

نه سپوږمۍ یم او نه ستورے

چې کيني راته څوک هــم نــه

یم د داســـــي ونـــــي ســــورے


اذانونــه مـــــــو يــــــؤ نــــــه دي

 اخترونه مــــــو يـــــؤو نه دي

 که په يو صف کښې ولاړ یو

 خونیتونه مویؤ نه دي


د روژي مسلمانان یـو

ده جمعې مسلمانان يو

 په توبــو مـــــې دې توبه وي

بې مزې مسلمانان يــــو


جومـــــــــات د دروازې نــــــــــه

تر حجرې مســلمانان يو

امانت کښــــې خـيـانـــــت کـــــؤ

 بې وعدې مسلمانان يو


په والله ليونے  کيږم

په رښتیا ليونے کېږم

 جوړې بيا مې مازغه دانګي

 جوړې بيا ليونے کېږم


په نامه لاســــــونـه کـيږدم

که په زړه لاسونه کېږدم

چی آمـــــيـن پـــــه زوره اویــــم

که په خله لاسونه کيږدم


په يوه دې پوهـــــه نــــه کـــــړو

په قيصــــه دې پوهــــه نـــه کـــړو

ملا جانــــــه لـــــــيونے شــــــــې

په ټپه دې پوهـــــه نــــه کـــــړو


زه د چانه نفرت نه کوم

 د دنیا نه نفرت نه کوم

 په انسان مي زړه خوږېږي

 د انسانه نفرت نه کوم


دا مې ټول د سر ګلونه

 د ملانه نفرت نه کوم


خوبس


دا قیصه رالــــه یوه کئ

 عقیده رالــــــه یـــــــوه کــــــئ

په قـرآن لاســــونـه کــيږدئ

 کلیمه رالـــــــه یـــــــوه کــــــئ


څوک به د ځان څوک به په ځان شي

څوک به په يو دوه کښې حېران شي

 اے خانده مۀ زړۀ به مې وران شي

خانان به بیـــا ســـره خـانـان شـــي


پکښې به توې شي د رامبېل چامبېل ګلونه


منیر جان

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف