نورالبشر نويد

شاعرې

جمعرات، 4 اپریل، 2024

نورالبشر نويد

 


بشر پکې ځان هروختې د شر په اوږو راوړو

ژوندون مې داسې داسې لکه غر په اوږو راوړو

دا ځکه مې منزل هسې د سترګو ېؤ سراب دے

هرځلې مې واپس پسر سفر په اوږو راوړو


زما د شور په ژبه کې دي ستنې د تېزابو

زما په غڅو شونډو شو خاموشه سلامونه

په لپو مې راټوله کړله دا شهيده خاوره

ما راوړې د وختونو سُرخپوشه سلامونه


د پاکو پاکو سترګو نه بدنامه پرېوتم

ېو اوښکه خپلو خپو ته د الزامه پرېوتم

زهْ داسې ورکېدې نشوم کهْ وخت به ورکولم

خو داسې ورکېدمه چې له قامه پرېوتم

کاغذ درته خوړل په قرانونو قسمونه

چې ستا نه به په زمکه د پېغامه پرېوتم


په دې لاسو کې نن ګل دے سبا کاڼي

ددې خلقو الفتو ماته ياد دي

او جي دا زړهْ پورې زړهْ راښکونکې شاعري چې د د پښتون زپلي اولس د درد او د ژوندانهْ عکاسي ده د مردان د سيمې د شاعر اديب ډرامه نګار صحافي د مېاشتنې رسالې ليکوال  د چيف ايډيټر نورالبشرنويد صېب ده 

بشر صېب يو داسې شاعر دے چې هر شعر ئې د اولس  د ژوند ژواک او د راپېښو کشالو تصوير دے چې نظم ئې د معاشرې د ظلم زياتي جبر د زهرو تريخ ګوټ دے 

چې کالم ئې د خپلې سيمې او خاورې د ستونزو او پښتون قام ته د راپېښو کشالو روداد دے

چې ډرامه ئې د ظالم او مظلوم د ژوند عکاسه ده

د بشر صېب ډرامې به مونږ هاغه وخت کتلې چې مونږ به د ټيليويژن په کتلو پسې شته مندو خلقو کره تلو او دغه ډرامې به مو کتلې بلکې د هغوي د ډرامو د کتلو دپاره خلقو ځان له په قرض پور ټيليويژن اخستلو 

د هغوي مېاشتپنۍ رساله ليکوال خدائے زده چې له کومې زمانې نه په لر او بر کښې ېو ځانګړې مقام او حېثيت لري

بشر صېب لکه د همايون هما او عبدالسبخان خان د زلمي کُهل دپاره په هره موقع ځان ډېر په روڼ تندي  رسوي 

بشر صېب په خپله خاوره مئين دے په خپل قام مئېن دے په خپلو اتلانو مئين دے په خپل کلتور مئين دے او په تېره تېره د باچاخان د مشن ېو نهْ ستړې کيدونکے سپاهي دے

بشر صېب په لر او بر کښې کې د صحافت په مېدان کې شهرت موندلې دے نو د پاکستان ټيليوژن په ډرامه په حصوصي توګه اسمان ډرامه داسې وه چې د هغې کردارونه او مکالمې تراوسه زمونږ په زړونو نقش دي دلته د بشر صېب د ېو نظم نه هم خوند واخلئ

عزاب عزاب لمحې

زهْ چې ماشوم وم نو په ما کې ېو زلمے وسېدو

هغه په ما به د ارمان ښکلي خوبونه ليدل

د کوه قاف د ښاپېرو سره به لرې لاړو

د ملېشې تورو جامو کې مې رنګونه ليدل


دغه زلمي د ماشومتوب د نازه اېستې ومه

لکه د ساندې ئې د ژوند د سازه اېستې ومه


زهْ چې زلمے شوم نو په ما کې ېو سړے پېدا شو

هغه سړي رانه خوله خوله مزدور جوړ کړو

قلم کتاب ئې رانه واخستو د ځان دپاره

ددې سړي نه ئې د سرو غرمو قصور جوړ کړو


هغه سړي د محبت بازار ته پرېښے نهْ يم

لکه غربت ئې د رنګونو ښار ته پرېښے نهْ يم


زهْ چې سړے شوم نو پما کې دا سړے بوډا شو

لکه لوګے د خپل احساس د لمبې اووتمه

په سپينه ږيره مې زړهْ وشهْ محبت ته کنه

لکه ېو درد شوم د سينې د دغمې ووتمه


خو ښائستونه سنجيده زړهْ ته وزګار نهْ دي

ستړې قدم ستړي مازغهْ د چا پکار نهْ دي


زهْ چې بوډا شوم ضعيفي راباندې داسې راغله

لکه بې نوره د نيمزالو سترګو اوښکه شومه

لکه د ژوند د خېال جوټه وم په ځائے ودرېدمه

په شوګيره کې د پرکاله سترګو اوښکه شومه


څنګه ئې اونوستم او څنګه ئې راټول کړمه

زهْ د سپرلي مئېن وم وخت د غنو شپول کړمه


خلق د وخت سره ځي زهْ د وخت نه وړاندې لاړم

ما څهْ په منډه د حالاتو سلسلې تېرې کړې

ځکه خو مونږ دواړه د ېو بل مزاج نهْ پېژنو

په عمر قېد کې مې عزاب عزاب  لمحې تېرې کړې


بې وخته راغلمه بد بخته راله رااورسېدې

د ارمان سيوريه ناوخته راله رااورسېدې

د بشر صېب په دې نيمګړې پېژندګلو نهْ زما سود کېږي او نهْ به ستاسو تنده ماته شوې وي خو هڅه به جاري ساتو چې د نيمګړې تصوير زر د مينه والو د زړونو په فرېم کې پوره کړم

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف