نن په ١٩ اپريل ٢٠٢٤ دجمعې مبارکې په ورځ مټه سواتي هاوس کښې د سـوات ادبې الوت پختونخوا د سيوري لاندې د فضل محمد سواتي په صدارت او حاجي محمد کاکا په مشرٸ کښې تنقيدي دستوره وشوه چې د نظامت چارې راقم الحرف ترسره کړې د ټولنې نايب صدر ظاهر شاه ظاهر صېب خپل غزل تنقيد ته وړاندې کړه او د نېکه مرغه په اجلاس ګڼ شمېر ستر پوهان موجود وو
په غزل پو هانو غزېدلے بحث وکرو ، دغزل خامۍ او خوبۍ راپه ډاګه شوې ، ساګر تنقيدي صېب اوئیل چې د پوهانو دوېنا مطابق په غزل کښې مطلع او مقطع مضبوطه پکاروي خړ دا غزل په دې تول نيمګړے دے ، سعيدالله خادم په املاا نيوکې وکړې ، سورج صېب اوئیل چې مږلے شوے خيال دے نوي پکښې څه نيشته ، بريالي صېب په يو شعر باندې دعدم اطمنان سرګندونه وکړه خو سعيدالله خادم صېب اوئیل چې په ټول غزل کښې دايو شعر دکار دے او په بلها دلائیلو ٸې بريالے صېب مطمين کړو او بريالي صېب خپله خبره واپس واغسته ، پوهانو د تنقيد سره سره د علم او پوهې ګټورې خبرې وکړې چې ملګرو ترې ډېره استفاده وکړه ، دتنقيدي اجلاس ټول نچوړ دا وو چې د کلام خيال يو عام خيال دے عام فهم دے هيڅ ابهام به کښې نيشته ، فضل محمدسواتي صېب پخپله صدارتي خطبه دا نيشست پايې ته ورسوو
په دويمه برخه کښې غېر طرحې مشاعره وشوه چې لانديني ګډون والو نه مو معياري کلامونه وآٶريدل
فضل محمد سواتي
ساګـــــــــر تنقيدي
حاجي محمد کاکا
سعيــــدالله خادم
حکيم الله بريالے
عـــادل ســدا بهار
ارشـــدعلي ارشد
ځــــلـــــمے ازلان
او د سليمان ارماني کشر ورور ادریس
ظاهر شاه ظاهر
او راقم الحروف اصيل ذاده همېش
له پرله پسې باران له کبله مشاعره لا خوندوره وه ، د ملګرو په بيابيا غوښتنو ساګرتنقيدي او سعيد الله خادم دوه دوه کلامونه واٶرول چې ملګرو پرې د داد بلها پېرځونې وکړې ، خو په بيا بيا غوښتنو هم حکيم الله بريالي په کلام نه اورولو ټينګار وکړو او د محفل تنده ٸې په ځاے پرېښوده ، هم له دې سره دويم نيشت هم پا يې ته ورسېد ،،،
ستاسو ورور همېش،،،،،،،،،،
Post a Comment