غزل
داسې وخت به راشي چې د خال قيصه به ختمه وي
زلفې به آزادې وي د شال قيصه به ختمه وي
مينه به بې باکه شي کره به شي خوره به شي
دا د مينتونو او د سوال قيصه به ختمه وي
عشق به دا د رسم زولنۍ پخپله ماتې کړي
دغه د بلۍ او د دېوال قيصه به ختمه وي
بس يوه ډالۍ به وي د مينې ډک يو شوخ نظر
نور د لاس د نخښو د رومال قيصه به ختمه وي
پاڼو د کتاب کښې د نازکو خندنو سترګو
ټوله د ثواب او د وبال قيصه به ختمه وي
ورک به تصور وي د رقيب پۀ مئينانو کښې
داسې د ريبار او د دلال قيصه به ختمه وي
ډک د سوز غزل د روغاني به بې اثره وي
ځکه چې د هجر د وصال قيصه به ختمه وي
****
ایک تبصرہ شائع کریں