سندره
د صاحب شاه صابر یو غزل له د سندرې د رنګ ورکولو کوشش یا د غزل په زمکه د سندرې د تظمین اصطلاح کۀ وی ـ تاسو سره ئې شریکوم ـ
شېرزمان سیماب
ـــــــــ
هغه خوشبو خوشبو وږمې مازیګر
هغه جانان جانان سپرلے مازیګر
"د یار د کلي د کوڅې مازیګر"
"ما لېونے کړي لېونے مازیګر"
لېونے مازیګر
سپرلے مازیګر
په یو ساعت هم بدل کړې نۀ دے
په یو قېمت هم بدل کړې نۀ دے
"ما په جنت هم بدل کړې نۀ دے"
ستا د ښائست نشې نشې مازیګر
"د محبت د مېکدې مازیګر"
لېونے مازیګر
سپرلے مازیګر
په اذیت کښې رایساره وومه
نیولے سر په ټوله لاره وومه
"د زړۀ د درده نا قلاره وومه"
لمحه لمحه رایادېدې مازیګر
"د اور ترخې اوبۀ مې څښې مازیګر"
لېونے مازیګر
سپرلے مازیګر
شوم بې ارامه تبې اونیوومه
راشه ګلفامه تبې اونیوومه
"سم د ماښامه تبې اونیوومه"
وې د چا سترګې راپسې مازیګر
"تا راته کړې وې ښېرې مازیګر"
لېونے مازیګر
سپرلے مازیګر
هغوئ د مینې په زور څۀ پوهېدو
پنا شو اویرېدو اوتښتېدو
"رقیبان اوبوږنېدو اوېرېدو"
تۀ چې زما څنګ ته راتلې مازیګر
"مونږ چې شو یو بل ته نزدې مازیګر"
لېونے مازیګر
سپرلے مازیګر
شفق سرخۍ کښې لمبېدو ډوبېدو
احساس لمبه لمبه کېدو سوزېدو
"ستا د ښائست نه تاوېدو لوګېدو"
وو په خپل ځان کښې لېونے مازیګر
"غزل غزل سپرلے سپرلے مازیګر"
لېونے مازیګر
سپرلے مازیګر
په څۀ بانه کښې راترغاړه ووځي
د کور په خله کښې راتر غاړه ووځي
"ستا په کوڅه کښې راتر غاړه ووځي"
څۀ شفق خېزه حادثې مازیګر
"انګار انګار لمبې لمبې مازیګر"
لېونے مازیګر
سپرلے مازیګر
په نرګسي سترګو کښې ست ئې کوو
چې په بڼو کښې اشارت ئې کوو
"ځان ئې ستایو د ځان صفت ئې کوو"
څۀ ورته اووې ائينې مازیګر
"زما غزل ئې ماته وې مازیګر"
لېونے مازیګر
سپرلے مازیګر
ځان سره وې دې ګورې څۀ روان وې
په وینو تر دې وو لېمۀ روان وې
"زمونږ کوڅې ته دې کاتۀ روان وې"
زما سیمابه چرته ته تلې مازیګر
" زما صابره ما لیدې مازیګر"
لېونے مازیګر
سپرلے مازیګر
یادګېرنه ـ دا سندره د ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر په دې غزل د تظمین په صورت کښې یوه تجربه شوې ده
د یار کلي د کوڅې مازیګر
ما لېونے کړي لېونے مازیګر
ما په جنت هم بدل کړے نۀ دے
د محبت د مېکدې مازیګر
د زړۀ د درده ناقلاره وومه
د اور ترخې اوبۀ مې څښې مازیګر
سم د ماښامه تبې اونیومه
تا راته کړې وې ښېرې مازیګر
رقیبان اوبوږنېدو اوویرېدو
مونږ چې شو یو بل ته نزدې مازیګر
ستا د ښائست ته تاوېدو لوګېدو
غزل غزل سپرلے سپرلے مازیګر
ستا په کوڅه کښې راتر غاړه ووځی
انګار انګار لمبې لمبې مازیګر
ځان ئې ستایو د ځان صفت ئې کوو
زما غزل ئې ماته وې مازیګر
زمونږ کوڅې ته دې کاتۀ روان وې
زما صابره ما لیدې مازیګر
د دې غزل اګر چې په قافیه کښې فرق دے خو دلته هم هغه اهتمام شوے دے چې صابر صېب په کوم شعر کښې کومه قافیه راوړې ده نو د سندرې په بند کښې هم هغه شان شوې دي ـ او دغه شان په مطلع کښې هم شوې دي ـ لیکوال
۸/ دسمبر ۲۰۲۳ ء
ایک تبصرہ شائع کریں