غزل
په مخ مې کرښه د ارمان شوې لاړې
شيبه د اوښکو د باران شوې لاړې
زۀ دې د زمکې په سر پريښودمه
په خپله ستورې د اسمان شوې لاړې
ما لا د زړۀ خبره کړې نۀ وه
ته رانه پاڅېدې حيران شوې لاړې
ما به زما د حاله څوک خبروي
تا چې مخ واړوو روان شوې لاړې
د انقلاب د شور ما شور ارماني
نۀ زلزله شوې نۀ طوپان شوې لاړې
د زيار د شور دُنيا دې پرېښودله
د خاموشئ د کلي خان شوې لاړې
ډاکټر خالق زيار صيب
ایک تبصرہ شائع کریں