ارواښاد سليم راز صېب وخت د ديدن کښې په خُله چپ يو خو خبرې کوو

شاعرې

Saturday, April 13, 2024

ارواښاد سليم راز صېب وخت د ديدن کښې په خُله چپ يو خو خبرې کوو

 


ارواښاد سليم راز صېب


وخت د ديدن کښې په خُله چپ يو خو خبرې کوو

د سترګو فن کښې په خُله چپ يو خو خبرې کوو 


مونږ د ګل هسې خاموشه د خوشبويي په ژبه

چمن چمن کښې په خُله چپ يو خو خبرې کوو 


يو بل ته حال مونږ د‌ زړګو په درزېدو کښې وايو

ستا انجمن کښې په خُله چپ يو خو خبرې کوو 


مونږه د فن کرښې ګويا کړې د‌ احساس په لمبو

حال د قدغن کښې په خُله چپ يو خو خبرې کوو 


د تن زخمونه خُله پرانيستي هر موسم کښې لرو

دې ژوند ازغن کښې په خُله چپ يو خو خبرې کوو 


تل په ذهنونو کښې کرو مونږ د شعور پلوشې

کۀ خپل وطن کښې په خُله چپ يو خو خبرې کوو 


رازه! لفظونو ته مونږ چل د بغاوت ښودلے

نړۍ د‌ نن کښې په خُله چپ يو خو خبرې کوو

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف