د سوو لوو ارمانونو سره جنګ مه کوه

شاعرې

Monday, April 22, 2024

د سوو لوو ارمانونو سره جنګ مه کوه

 

د سوو لوو ارمانونو سره جنګ مه کوه د چا د زړه د پرهرونو سره جنګ مه کوه يه لونګينه د لړونو سره جنګ مه کوه د يار د غاړې د ګلونو سره جنګ مه کوه  د محبوبې د مقدسو ګوتو فن ته سلام وه ملا جانه د خالونو سره جنګ مه کوه  يا خو ببر ببر ازغي تل په سينه خخوه او يا د سترګو د نازونو سره جنګ مه کوه  ځار دې د ماتې ککرۍ شمه پښتون لاليه ما درته نه وې چې د غرونو سره جنګ مه کوه  په خپل ريښې ريښې ګرېوان باندې لږ رحم وکا په جنګ مئېنه د جنګونو سره جنګ مه کوه  د زړه په درد به دې اخته کړي لېونۍ شوګيرې  نادانه ياره د خوبونو سره جنګ مه کوه  د بل د زمکې نه راخپل کا صورتونه د ژوند د خپل اسمان د کتابونو سره جنګ مه کوه  سياله د خپلې مينی دومره احترام وکا بس سياله د خلکو د عشقونو سره جنګ مه کوه  اکبر سيال اسلام اباد

د سوو لوو ارمانونو سره جنګ مه کوه

د چا د زړه د پرهرونو سره جنګ مه کوه


يه لونګينه د لړونو سره جنګ مه کوه

د يار د غاړې د ګلونو سره جنګ مه کوه


د محبوبې د مقدسو ګوتو فن ته سلام

وه ملا جانه د خالونو سره جنګ مه کوه


يا خو ببر ببر ازغي تل په سينه خخوه

او يا د سترګو د نازونو سره جنګ مه کوه


ځار دې د ماتې ککرۍ شمه پښتون لاليه

ما درته نه وې چې د غرونو سره جنګ مه کوه


په خپل ريښې ريښې ګرېوان باندې لږ رحم وکا

په جنګ مئېنه د جنګونو سره جنګ مه کوه


د زړه په درد به دې اخته کړي لېونۍ شوګيرې 

نادانه ياره د خوبونو سره جنګ مه کوه


د بل د زمکې نه راخپل کا صورتونه د ژوند

د خپل اسمان د کتابونو سره جنګ مه کوه


سياله د خپلې مينی دومره احترام وکا بس

سياله د خلکو د عشقونو سره جنګ مه کوه


اکبر سيال اسلام اباد

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف